اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئېلي دي نړيوا??ه ټولنه بايد د هند د اوبو د جارحيت خبر واخ??ي او نړيوال بانك دې په دې معامله بې طرفه كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سنټرل فار ګلوبل سټرټېجك سټډيز تر سيوري لاندې نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دا كنفرنس د اوبو په سرخط راجوړ شوې ؤ ۔كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل بايد نړيوا??ه ټولنه د سندھ طاس ل??ظ نامې په عملي كولو كښې خ??ل كردار ترسره كړي۔د هند او پاكستان ترمينځه د اوبو شخړه په 1948 كښې پېل رامخې ته وه او دواړو هېوادونو دوه جنګونه كړې دي كه هر څو په كال 1960 كښې د سندھ طاس ل??ظ نامه تر ډېرې مودې په كاميابۍ سره روانه وه خو هند د سندھ٬جهلم او د چناب اوبه صنعت لپاره كارولو سره د ل??ظ نامې خلاف ورزي كړې ده ۔ ده ووئېل هند يوازې په هغه صورت اوبه د برېښنا پېدا كولو لپاره كارولې شوې چې ورسره پاكستان ته د اوبو په رسنه كوم آغېز نه كېدو۔هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس ل??ظ نامه نه شي ختمولې۔ ده ووئېل د دې خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو خوښه پكار ده۔هند د جهلم او چناب دريابونو په اوبو د بندونو جوړولو اراده لري او دا مونږ لپاره د فكر لمحه ده۔وفاقې وزير ووئيل نړيوا??ه ټولنه دې د هند د اوبو د جارحيت نوټس واخ??ي او نړيوال بانك دې په دې معامله كښې بې طرفه كردار ترسره كړي۔