كوئټه 11 جنوري(اے پي پي) د پټروليم وفاق?? وزير غلام سرور خان وئيلي دي د بلوچستان په كومو ضلعو او تحصيلونو كښې چې ګاز نشته دغه سيمو ته به د اېل پي جي پلانټ د لارې د ګاز آسانۍ رسوٶ٬ بلوچستان كښې به د تېل او ګاز د لټون كار لا ګړندې كولې شي٬ د وفاق په چوكو كښې به بلوچستان له خپل حق وركوٶ٬د وزیراعظم عمران خان په خاص امر د پنجاب ٬ خېبر پښتونخوا ٬ سندھ نه پس بلوچستان ته راروان يم٬ د وفاقي حكومت ټو?? تحفظاب به لرې كوٶ٬ په دې لړ كښې يو وركنګ كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به د ټو??و حل طلب مسئلو هوارېدو لپاره خپل سفارشات وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو ده د جمعې په ورځ د بلوچستان اعلٰې وزير جام کمال خان سره خبري كنفرنس په مهال وكړه۔ په دې موقع صوبائ?? وزيران هم موجود وو۔غلام سرور ووئيل د بلوچستان اعلٰې وزير سره ګټورې خبرې شوې چې پكښې جام كمان خان د صوبې ټو??ې مسئلې په ښه ډول وړاندې كړې په كومو اتفاق رائے لپاره جې يوه وركنګ كمېټي جوړه كړې شوې كومه چې به سفارشات مرتب كوي دغسې چې د ځائي اولس د مسئلو غوره حل ولټولې شي۔ده ووئېل وزیراعظم عمران خان دا خواهش لري چې د وفاق او صوبو ترمېنځه ټو??ې حل طلب مسئلې په ښه ډول د روغې جوړې د لارې هوارې شي۔ غلام سرور خان ووئيل د ټو??و ادارو په بورډ آف ګورننس كښې بلوچستان ته نمائندګي وركولې شي دغسې چې ھغوي د صوبې د اولس مسئلو هواري لپاره په ښه ډول كار وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاق?? وزير ووئيل د بلوچستان په ځينو ضلعو او تحصيلونو كښې ګاز نشته دغه سيمو ته به د اېل پي جي پلانټ د لارې د ګاز آسانۍ رسولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل وزیراعظم خپل ځان او وفاقي كابينه احتساب لپاره وړاندې كړي څوك چې كرپشن كښې ككړ دي بچ كېدې به نه شي۔ وزیراعلیٰ بلوچستان جام کما ل خان خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ووئيل د وفاقي حكومت مننه كوٶ چا چې د پټروليم وفاق?? وزير نن بلوچستان ته رالېږلې چې ورسره زمونږ ګټور ملاقات شوې