اسلام آباد 15 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د نهې په ورځ ماښام پېنډۍ كښې د بې نظير بهټو شهيد روغتون ناڅاپي دوره كړې۔ د وزيراعظم آفس لخوا د ج??ري شوي بيان له مخې د صحت وفاقي وزير عامر كياني٬ د وزيراعظم خاص م??ست??ال افتخار دراني او سناتور فېصل جاوېد هم وزيراعظم سره وو۔ په دې م??قع وفاقي وزير په روغتون كښې د رنځوانو ته د ترلاسه آسانيو په اړه وزيراعظم ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم په روغتون كښې د صحت آسانيو٬ اولس ته د وركولې كېدونكي درملنې د معيار او د روغتون د صفائۍ او د داروګانو د صورتحال جاج هم واخستو۔ په دې م??قع وزیراعظم د زچه بچه وارډ پشمول د روغتون د بېلا بېلو څانګو ??م دوره وكړه ۔ وزيراعظم په روغتون كښې د بستر رنځوانو تپوس پوښتنه كولو سره د درملنۍ د اسانيو په اړه هم معلومات ترلاسه كړل۔ وزیراعظم په روغتون كښې د رنځورانو خپلوانو سره هم خبرې اترې وكړې۔ وزيراعظم روغتون ته د ج??يد آلاتو وركولو ٬ په آسانيو كښې اضافې او د رنځونو تشخيص ٬ درملنې او آئي سي يو څانګې ته د لا آسانيو وركولو هم سپارښتنه وكړه