اسلام آباد 25 فروری (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د اسرائيل په حقله د پاكستان پالېسې نه ده بدله شوې ٬حكومت په خارجه پالېسۍ ايوان كښې بحث كولو لپاره چمتو دے۔د ګل پھ ورځ په ايوان كښې د متحده مجلس عمل پارليماني مشر مولانا اسد محمود د پورته كړو نكاتو په ځواب كښې ده ووئيل حكومت په خارجه پالسېۍ سېنېټ كښې بحث لپاره چمتو دے ۔ده ووئيل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ په ا??ه چې كومه خبره شوې په هغې كښې هېڅ حقيقت نشته۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير په دې وروستيو كښې د جے سي سي شريكې غونډه كښې د ګډون كولو نه راغلې۔ده ووئيل د اسرائيل په ا??ه د پاكستان تسلسل سره يوه پالېسي روانه ده۔پھ دې كښې هېڅ بدلون نه دې شوې۔خارجه وزير ووئيل مير منورتالپور د سندھ اسمبلۍ س??يكر په ا??ه خبره كړې٬ټول ايوان د هغې خبره په سنجيدګۍ س??ه اورېدلې۔فاضل غړ?? د يو بل فاضل غړ?? د ذات او كورنۍ سره تړلې معامله باندې خبره كړی۔ ده ووئېل دغې فاضل غړ?? له د سپيناوي اجازه وركول پكار دي۔پيپلز ګوند په دې احتجاج كړی۔زما خواست دې چې ايوان كښې د يو بل خب??ه اورېدل پكار دي او پارليماني انداز كښې معاملات وړاندې بوتلل غواړي