اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د پا??ستان وسله والو ځواكونو٬ 20 كروړه اولس او مېډيا د هند جنګي جنون مسترد كړې٬د هند څخه هم غږونه پورته كېږي چې سياسي مقاصدونو لپاره جنګ نه امن غواړو٬د وزيراعظم عمران خان ښې پا??ېسۍ او سوچ نن ټوله نړۍ ستائي٬د پا??ستان مؤقف په ټوله نړۍ كښې ستائېلې كېږي٬په دې ټوله معامله كښې به ګټھ د امن وي او هم دغه د ټولو په حق كښې ده ٬ پا??ستان چې څنګه د وسله والو ځواكونو٬امنيتي ځواكونو او د اولس قربانيو سره د ترهه ګرۍ په ضد كاميابۍ ترلاسه كړې هم دغسې به د انتهاخوښۍ په ضد جنګ كښې هم كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده د شورو په ورځ بحريه پوهنتون كښې دوه ورځني نړيوال كنفرنس اختتامي دستورې ته خطاب كولو۔وفاقي وزير ??وئيل انتها خوښي يو نړيوال چېلنج دے٬ټول هېوادونه او سيمې په څه نه څه صورت د انتهاخوښۍ سره مخ دي۔ده ووئيل د هندي وزيراعظم او د پا??ستان د وزيراعظم د وېناګانو موازنه كه وكړې شي نو فرق به رامخې ته شي چې څوك امن غواړي او څوك جنګ۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان قام ته په خپل خطاب كښې واضحه كړې چې پا??ستان امن ناكه هېواد دے او امن غواړي۔پاكستان په سيمه كښې امن او استحكام له لويې قربانۍ وركړې ۔وزيراعظم عمران خان د نورو هېوادونو مشرانو سره چې كله هم خبره كړی نو پھ امن ناكه ډول د مسئلو ختمولو خبره يې كړې۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان عمر له دا وئېلي بايد امن له موقع وركړې شي٬يو قام په حېث مونږ هم پھ دې حق كښې يو چې امن له موقع وركړی شي۔ده ووئيل د پا??ستان خاوره د صوفياﺀ كرامو خاوره ده٬ چرته چې يوازې د امن٬ورورولۍ او مساوات خبره كېږي۔ده ووئيل 30 كلونو راهسې مونږ په شخړو كښې پاتې يو٬د پا?? افغان پوله٬په ختيزه پوله چېلنجونو سره مخ يو٬ ده ووئېل كه د پا??ستان په ځاې كوم بل هېواد وؤ داسې به نه ؤ پاتې شوې٬پاكستان د سيمې امن لپاره لويې قربانۍ وركړې ۔وفاقي وزير ??وئيل د قبائېلي سيمو اولس دړد خپل دړد ګڼلو سره مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده ځكه چې د دغه سيمو اولس لويې قربانۍ وركړی ۔ده ووئيل د بحران په صو??ت ??امي اتفاق خوشبينه دے ٬ قامونه هم دغسې مخ په وړاندې ځي۔ده ووئيل و??ت سره سره په ټېكنالوجي كښې تندي او اپ ګرېډېشن راځي دغسې په مېډيا كښې د مېډيم په ځاې مواد اهميت اختياروي۔د و??ت سره سره د انټرنېټ رفتار زياتېږي دغسې غېر رسمي مېډيا هم ترقي مومي