اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی د او ??ئی سی غړو هېوادونو پارلماني مشرانو ،سپیکرانو او پریذائډنګ آفسرانو ته د هندي جارحیت په ضد خط ليكلې دے۔ د سېنېټ سیکټريټ له مخې د سېنېټ چیئرمېن خط كښې ل??كلې چې ګڼ بې ګناه کشمیریان وژلې كېږي او ډېر د پیلټ ټوپك د لارې معذوره کړې شوې۔ ده په خپل خط كښې غوښتنه كړې چې او ??ئی سی غونډه كښې ګډون لپاره هند ته وركړې شوي بلنه دې بيرته واخستلې شي۔ هند له بلنې وركولو سره د پاکستان اولس او د ټاكلو پارلماني نمائندګانو ز??ونه آزاری شوې۔ خط كښې ل??كلې شوې او ??ئی سی په مقبوضه کشمیر كښې په بې ګناه وګړو په ظلمونو عمر له تاریخی مؤقف اختیار کړې۔ د نړۍ په كومه هم برخه كښې چې مسلمانان په تکلیف كښې وي نو د هغوي تکلیف ټوله نړۍ كښې محسوسېږي۔ مقبوضه کشمیر كښې په مسلمانانو روان ظلمونه مونږ نه شو نظر انداز كولې۔ صادق سنجرانی وئيلي دي هند کشمیریانو له د خپلواكۍ حق نه وركوي كوم حق چې هغوي له د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو وركړې۔پاکستان به د کشمیریانو د آزادۍ لپاره د جائزو هڅو سفارتی ،اخلاقی او سیاسی ملاتړ روان ساتي۔صادق سنجرانی هيله لرلې چې د او ??ئی سی غړي هېوادونه به د بلنې منسوخ کولو له خپل مؤثره کردار ترسره كړي