لاهور۔2 مارچ(اے پی پی) پخواني خارجه وزير خورشيد محمود قصوري وئيلي دي مودي دې د الېكشن ګټلو ه??و كښې د منطقې امن خطر سره مخ نه كړ??۔ پاكستان كښې سره د سياسي اختلاف ټول سياسي قوتونه د هېوا?? په ګټه كښې يو موټي شوي۔ هند كښې د ابھي نندن د خوشې كولو پاكستانې ګام ستائلې ش??۔ ده د خالي په ورځ د سوسائټی فار آډیولوجیکل اېنډ ډوېلپمنټل ایلیمنټس (صدا) ترسېوري لاندې په چغتائی انسټی ټیوټ آف پتھالوجی كښې د سماعت نړيوالې ورځې په مهال نړيوال كنفرنس كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه اوس د كال 1965ء جنګ خبره نشته۔ د اتومي جنګ په اړه بايد سوچ ونكړې ش??۔ ده ووئيل مونږ له به يواځې خپله دفاع كول وي۔ پاكستان امريكا او برطانيه سره د مصالحتي كردار ترسره كولو خبره كړې۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه د تاؤ تريخوالي وضعه كښې د وزيراعظم عمران خان او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر باجوه كردار ډېر مثبت پاتې ش??