اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي د معیشت قوي كولو لپاره به مونږ له سختې پريكړې كول وي، صورتحال تر ډيره حده ښھ شوې ٬ پخواني حکومت بې دريغه خساره پرېښودې ده۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور مشتاق احمد خان د افراط زر زياتيدو پھ اړه په تحریك بحث كښې د ريونيو دوهم وزير حماد اظهر ووئيل جولائی كښې 5.5 فیصده انفلیشن ریټ ؤ ، فروری كښې 8.2 فیصده ته راغلې ، د يخښنۍ په موسم كښې دا زياتېږي، دا زياتوالې سیزنل فیکټر په وجه دے ۔ده و??ئيل بايد د معیشت چارو له سیاسی رنګ ورنه كړې شي، زمونږ تجارتی خ??ارہ زياته شوې ، کرنټ اکاؤنټ ډیفېسټ 7 چنده زيات شوې ، د ګاز کمپنیو خسارہ 157 اربه روپۍ راته په ورثه كښې پاتې ده ، ده و??ئېل دا د تېر حکومت آخری دوو كلونو كښې راپيدا شوې ځكه چې د ټاكنو پھ وجه ??يع?? نه وې زياتې كړې شوې او دغسې د تېر حکومت په آخری مياشتو كښې 400 اربه ګرځنده قرض پیدا شوې۔ده و??ئيل د برېښنا غلا او لائن لاسز كښې كمي لپاره 18 زره اېف آئی آرز د برېښنا غلو په ضد درج كړې شوي، سسټم كښې لائن لاسز ښه كړې كېږي، پاور ټرانسمیشن، د څښلو پاكو اوبو ته پام لرنه كېږي ، ده و??ئېل يواځې پلونو او سړكونو سره مسئلې نه حل كېږي۔ ده و??ئيل د ټيكس وصولو ته پام لرنه كوو، تيرو حكومتونو د ریونیو اهداف نه دې ترلاسه كړې، تيرو 20 كلونو كښې د ټيكس وركوونكو شمېر 34 فیصده زيات شوې۔ده و??ئيل د نواز شریف ټیکس كم شوې ، مونږ هغه زيات صاحب حیثیت ګڼو، د مسلم لیګ (ن) دور كښې د روپۍ په قدر كښې كمې سره 11 سوه اربه فرق راغلې، خساره تندۍ سره لاندې راځي، د خزانې وز??ر او زه د اسمبلۍ ټاكلې غړي يو او اولسي نمائندګان يو، مونږ سیاسی وګړي يو، مونږ د اولس مسئلو نه ښه خبر يو۔