اسلام آباد ۔ 11 مارچ(اے پی پی) د بشري ح??ونو وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري سره پاكستان كښې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي د ګل په ورځ اسلام آباد كښې ليدلې دي ۔ د پلاوي مشري رېټو اسټاكر كوله۔ ملاقات كښې د بشري ح??ونو تحفظ په شمول هېواد كښې بنديوانو پاكستانيان?? ته په پېښو مسئل?? او د دوئي د حقونو خيال ساتلو سره په اړوندو بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې مهال وفاقي وزيرې ډاكټر شيريں مزاري هند كښې په بې ګناه پاكستانې بنديوان شاكر الله تشدد او د هغه په بې رحمۍ سره په وژنه د اندېښنې څرګندونه كولو سره د سور صليب پلاوي مشر پام دې پېښې پلو ګرځولو سره ووئيل هند كښې د رياستي مشرۍ تر سېوري لاندې پاكستانې بنديوان تشدد سره وژلې شوې كوم چې د غندنې وړ فعل دے ۔ دې د سور صليب نړيوالې كمېټۍ پلاوي په مشر رېټو اسټاكر زور راوړو چې په بهر هېوادونو كښې بنديوانو پاكستانيان?? ته پېښې مسئلو حل كولو له ګامونه پورته كړي۔ وفاقي وزيرې ووئيل مونږ خپلو وګړ?? ته د بنيادي بشري ح??ونو رسنې عزم لر?? او د بشري ح??ونو ساتنې له فعاله ګامونه پورته كوو۔ دې پلاوي ته ووئيل د بشري ح??ونو مسئلو په ا??ه ډېټا بېس هم جوړولې شي۔ د سور صليب پلاوي مشر د بشري ح??ونو ساتنې له د پاكستان او په خاص توګه د بشري ح??ونو وزارت هڅې وستائلې او په دې لړ كښې ئې له خپل اړخه د بشپړې مرستې باور وركړو