اسلام ??با?? ۔ 6 اپرېل (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني د داروګانو په بيعه كښې د زياتوالي نوټس اخستې دې۔ د وفاقي وزير په هدايت ډرګ رېګولېټري اتھارټي قيمتونو كښې د غېر قانوني ز??اتوالي كوؤنكو كمپنيو په ضد كرېك ډاؤن پېل كړې دې۔ د ډرګ رېګولېتري اتھارټي آف پاكستان وياند د خالي په ورځ جاري كړې بيان كښې وئيلي دي چې كومو داروګانو جو??ون??و كمپنيو په بېعه كښې غېر قانوني ز??اتوالې كړې دې په ضد ئې سخته كارروائي كېږي۔ وفاقي ز??ر ډرګ رېګولېټری اتھارټی ته وئيلي دي چې د ماركيټ سروے دې وكړې شي دغسې چې د زياتو قيمتونو په اړه معلومات جمع كړې شي۔ په دې لړ كښې په ګرد هېواد كښې ډرېپ د 31 دوا ساز کمپنیو په ضد ګام پورته كړې دې او د زياتې بيعې په ترلاسه كولو ئې 143 ډول دويانې قبضه كښې اخستې دي۔ د دې كمپنيو په ضد به سخته كارروائي كولې شي او په دوئي به لويې جرمانې لګولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې ډرګ رېګولېټری اتھارټی ټولو صوبو ته ليكلي دي او هدايت ئې كړې چې كومه داروګان جو??ون??ي كمپني د حك??مت د منظور كړې شويو قيمتونو خلاف ورزي كوي ددوي په ضد دې د ډرګ اېكټ ترمخه سخته كاروائي وكړې شي۔ د ډرېپ د اېس آر او ترمخه دې په دوئي درنې جرمانې ولګولې شي۔ وفاقي وزير ددې عزم څرګندونه وكړه چې اولس ته په مناسب قيمت او معياري دويانې وركولو له به حك??مت خپله ذمه واري ترسره كوي او د قانون خلاف ورزي كوؤنكو ته به سخته سزا وركولې شي۔