اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي) اولس مشړ ډاكتر عارف علوي وئيلي دي وفاقي محتسب سائلینو ته د وفاقي سركاري ادارو په ضد ارزان او زر تر زره انصاف وركوي٬ وفاقي محتسب دې د خپلو كارونو او پرېكړو په اړه په اولس كښې شعور رابېدار كړي٬ په ميډيا او سوشل ميډيا دې هم معلومات وركړې شي٬ د وفاقي محتسب د پرېكړو په ضد اپيلونه په يوه ورځ كښې ترسره كوٶ٬ د وفاقي محتسب په پرېكړو 95 فيصده عملدرآمد غوره كاركردګي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د زيارت په ورځ د وفاقي محتسب د نوي وېب سائيټ او موبائل اېپ پرانستې په موقع كړې۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل وفاقي محتسب ډېره ښه اداره ده ??ومه چې په ښه ډول د اولس مسئلې هواروي٬ اولس ته د برېښنا او ګاز غوندې بنيادي ضرورتونو ترلاسه كولو لپاره رشوت وركول وي او د دې باوجود هم تر اوږدې مودې د انتظار نه پس مسئلې نه ختمېږي ٬خو وفاقي محتسب داسې ا??اره ده كومه چې د ??ان??ن له مخې د دغه خلقو مرسته كوي٬ ده ??وئېل د وفاقي محتسب كاركردګي د ستائنې وړ ده ۔ وفاقي محتسب ته په تېر يو كال كښې 70 زره نه زيات كېسونه راغلي چې پكښې 90 فيصده ترسره كړې شوې ٬ ده ??وئېل دا اداره د 188 وفاقي ادارو په ضد شكايتونه اوري٬ دا مهال هېواد كښې پنځه بېلا بېل محتسبين كار كوي٬ د وفاقي محتسب غونډې تند رفتاره يوه اداره هم كار نه كوي۔ اولس مشر ووئيل د وفاقي محتسب د نوي وېب سائيټ اجرا سره اولس لپاره نوې ور پرانستلې شوې ٬ ده ??وئيل اوس سوشل ميډيا په تجارت هم اثر انداز كېږي ٬ علي بابا په يوه ورځ كښې د 30 اربه ډالرو څيزونه خرڅ كړي۔اولس مشر ووئيل پېمرا ته امر شوې چې ھغوي په ټي وي چېنلو او ټاك شوز د اولسي مسئلو پحقله اقدامات رامخې ته كړي٬ د ??ان??ن له مخې هر ټي وي له لس فيصده ??خت د اولس مفادو له مختص كول پكار دي٬ اولس مشر عارف علوي ووئيل مونږ پرېكړه كړې چې د سماجي اهميت ښه پېغامونه جاري كٶونكٶ ټي وي چېنلو ته به هر درې مياشتې پس اېوارډ وركولې شي۔ ده ??وئيل بايد مونږ په غلط تاثر پېدا كٶونكو كارونو كښې ا??تياط وكړو٬ اسلام د انصاف غوره نظام لري ٬ ده ??وئېل د حضرت محمدۖ او خلفاﺀ راشدینو د دور پرېكړې په ??ان??ن سازۍ كښې د مثال په توګه وړاندې كېږي۔ اولس مشر ووئيل ??ان??ن په خپل ځائ موجود دے٬ ټولې ا??ارې په نوي پاكستان كښې ځواب وركونكې دي ٬ مونږ د نړۍ عظيم قام جوړېدو صلاحيت لرو۔ په دې موقع وفاقي محتسب سيد طهر شهباز د ادارې په كاركردګۍ رڼا واچوله