اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د درملنې جامع او غوره آسانۍ د اولس خېرښګړې لپاره ډېرې ضروري دي٬ بايد د صحت په اړه احتياطي تدبيرونو ته وده وركړې شي دغسې چې د??ملنې خرڅونو كښې كمې راوستلې شي٬ هېواد كښې د پوهنتونونو د كمي مسئله د آن لائن كورسونو زياتولو او د تعليمي ادارو ته رسنه كښې د ښه والي د لارې تر سره كول پكار دي۔ ده دا خبرې اېسوسي اېشن آف فزيشنز آف نارتھ امريکا (اپنا) صدرې ډاکټر ناهيد عثماني سره خبرو كښې وكړې چا چې د ګل په ورځ اولس مشر سره اي??ان صدر كښې ملاقات كولو۔ ده د ځوانانو ډاكټرانو د تعليم پحقله د “اپنا” د خدماتو ستائنه وكړه او وې وئيل پاكستان كښې د سكالرشپس د لارې د حاجت مندو ميډيكل زده كوونكو د مر??تې او د “اپنا” د خدماتو قدر كېږي۔ ده پاكستان كښې د “اپنا ” تعليمي پروګرامونو ته د ودې وركولو په حاجت زور رواړلو سره ووئيل هېواد كښې د پوهنتونونو د كمبي مسئله د آن لائن كورسونو ته د ودې وركولو او تعليمي ادارو ته د رسنې ښه والي د لارې تر سره كول پكار دي۔ په دې موقع ډاکټر ناهيد عثماني ووئيل د رامخې ته كېدونكو بش??ړه موقعو څخه استفاده كولو لپاره د اپنا، يو اېس اېډ، اېچ اي سي او د پي اي?? ډي سي ترمېنځه كوټلې مر??تې ته اړتيا ده