اسلام آباد 25 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه چارو وفاقي وزير خواجه آصف وئيلي دي چې امريكې ته مو واضح كړې ده چې د افغان مسئله كوم سياسي حل نه لري٬ د خبرو اترو د لارې به مسئله هوارول وي٬ د 21م اګست د امريكائي اولس مشر ټرمت وېنا نه پس د پاكستان قام ٬ پارلمان او سلامتي كونسل واضح دريځ اختيار ??ړې زمونږ د اقتدار ??ه ترلاسه كېدو كښې د امريكې لاس نشته٬ پخواني واكمن اقتدار ??پاره د امريكې تابعدار ?? مونږ پارلمان ته ځوابده يو٬ د امريكې خارجه وزير سره سوېلين او پوځي مشرانو په ګډه خبرې اترې كړې دي٬ په خپلې آزادۍ او عزت به هېڅ ډول سودا ونه كړې شة٬ امریکې سره د برابرۍ په كچه اړيكې غواړو٬ زمونږ كوم پوځي يا اقتصادي مرستې ته حاجت نشه٬ د هېواد د مفادو به تر آخري حد دفا?? كولې شي٬ امريكې سره په افغانستان كښې مرستې لپاره چمتو يو خو د كوم بل چا پراكسي به نه جوړېږو٬ افغانستان كښې د هند كردار ?? سهولت كوٶنكې په توګه نه قبولوٶ ٬ د افغان مسئلې هواري له د منطقې هېوادونو كردار ??يات اهميت لري٬ په افغانستان كښې د تېرو 16 كالو ناكامۍ د امريكې په وړاندې دي۔ د شورو په ورځ سېنېټ كښې د امريكائي خارجه وزير د پاكستان دورې پحقله پاليسي بيان وركولو سره خارجه وزير ووئيل پاکستان امریکې سره د 70 كالو پخوانۍ اړيكې لري٬ د بدډھ بېر پېښه٬ تش په نامه افغان جهاد او د جنرال (ر) مشرف د وسلې نه لاس په سر كېدو نتيجو سره مونږ مخ يو ٬ كه مونږ په رضاكارانه توګه په افغان جنګ كښې نه وې شامل شوې او پراكسي نه وې جوړ شوې نو نن به په دې مصيبت كښې مونږ نه وې ګير شوې ٬ د نائن الېون نه پس يو بل كېمپرومائز وكړې شو ٬ امريكا چې كوم فهرستونه راكوي مونږ كسان نيولو سره ھغوي ته سپارلې۔ ده ووئيل ما د امريكې تهنك ټېنكس ته خطاب كړې ٬ بيا داخله وزير هم خطاب وكړو او مونږ د خوږ هېواد په هر ډګر دفاع كړې۔ ده ووئيل په عمومي اسمبلۍ كښې چې كوم ملاقاتونه شوي او بيا د هغې نه پس چې ما د امريكې دوره كړې ٬ د امريكې خارجه وزير نه خو وائسرائے دې او نو مونږ ھعه وائسرائے ګڼو٬ نن د پاكستان مقام لوړ دې او مونږ په زړه ورتيا خبره كولې شو