اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ غونډه به ﴿نن﴾ د زيارت په ماښام څلور بجې د پارلمان په ودانې كښې كېږي۔ د غونډې مشري به د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوي۔ په غونډه كښې به نويو حلقه بندو لپاره په آئيني ترميم غور كولې شي۔ په غونډه كښې به ﴿نن﴾ د پ??ښت??و دمه نه كېږي٬ ځكه چې د يوې غونډې او د بل?? غونډې په مېنځ كښې د 15 ورځو نه د كمې وقفې په صورت كښې د پ??ښت??و دمه نه وي۔ د دې څ??ه وړاندې د قومي اسمبلې غونډه د روانې مياشتې په دوهمه نېټه رابلل شوې وه او د نومبر په 6مه نېټه تر نامعلومه موده ځنډول شوې وه۔ د غونډې نه وړاندې به د هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټې غونډه د سپيكر په مشرې كښې كېږي چې پكښې ب ه د غونډې د اېجنډې او مودې ټاكنه كولې شي