اسلام آباد 16 نومبر (اے پی پی) پاکستان يو ځل بيا وئيلي چې د هند د ا??خه دفاعی بجټ زياتول سيمه كښې امن او استحکام له خطر دې، هند سره د كشمير پشمول ټولې چارې د خبرو اترو د لار حل كول غواړو، امریکائي کانګرس کولېشن سپورټ فنډ ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد پاکستان لپاره د 70 کروړه ډالره منظوری وركړې ده، د هند اقدامات سی پیك او سيمه كښې د پرمختګ لپاره د پاکستان او چین هڅو كښې خنډان نه شي جوړيدې، پاکستان د کشمیر په اړه په ??پل اصولی دريځ ولاړ دې۔ د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل د زيارت پھ ورځ اوونيز پرېس بریفنګ پھ مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب ??وئ??ل پاکستان هند سره د کشمیر، سیاچن او سرکریك پشمول ټولې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي خو نوې ډيلې په دې لړ كښې سنجیدہ نه دې۔ د هند د ا??خه د کروز ميزائيل تجربې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ??وئ??ل د هند جنګی تیاریو سره به سيمه كښې د وسلې زغل زيات شي دغسې دفاعی بجټ كښې په لويه توګه زياتوالې د سيمې سلامتیا او استحکام لپاره خطر دې۔ وياند ??وئ??ل د هند د اوسنې کروز ميزائل تجربې وړاندې څ??ه اطلاع نه وه وركړې۔ وياند ??وئ??ل افغانستان كښې د ترهه ګرو پټې ژالې يو حقیقت دې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه او په خاص توګه پاکستان دې څخه نيغ په نيغه ځپلې كېږي۔ ده ??وئ??ل د افغانستان تعمیرنو لپاره د امریکې خاص انسپکټر جنرل هم پھ يو راپور كښې دا منلي چې د افغانستان 43 فیصده څخه زياته سيمه د افغان دولت د كنټرول نه بهر ده۔ د پاك امریکا اړيكې په اړه وياند ??وئ??ل پاکستان او امریکا په بيلو چارو د غلط فهمو لرې كولو په غرض كوټلې خبرې اترې كوي۔ ده ??وئ??ل پاکستان د دواړه هېوادونو ترمينځه ستراتيژكي خبرو اترو بيا پيل كولو كښې خوښې لري۔ وياند ??وئ??ل د امریکې کانګرېس کولېشن سپورټ فنډ ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد پاکستان لپاره 70 کروړه ډالره منظوری وركړې ده۔ وياند ??وئ??ل پاکستان د امناكه ګاونډيتوب په پالیسۍ عمل كوي خو د هند جارحانه عزائم سيمه كښې د امن او سلامتیا لپاره خطر دې۔ ده ??وئ??ل پاکستان د نړيوالې ورورلۍ يو مهم ذمه واره هېواد دې پاکستان په امن باور لري خو زمونږ وسله وال ځواكونه د ټولو خطرو مخنيوي او د هېواد د دفاع كولو بشپړه صلاحیت لري۔ وياند ??وئ??ل پاکستان د کلبھوشن یادیو کورودانې له ??پل خاوند سره د ملاقات وړانديز په بشرې بنیادونو كړې ٶ په دې اړه د هند هائی کمېشن هم خبر كړې شوې ؤ خو تر اوسه د هغوي د ا??خه كوم ځواب نه دې ترلاسه شوې۔ وياند ??وئ??ل لندن كښې د پاکستان مخالف مهم په ضد د برتانيې د حکومت اقدامات د ستائنې وړ دي۔