اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي نيويارك كښې روز وېلټ هوتل يو تاريخي او د كلتوري اهميت لرونكې وداني په توګه د اېوي اېشن ډويژن چارواكو ته امر كړې چې د هوټل آمدن ښه كولو لپاره جامع كاروباري پلان وړاندې كړئ ۔ د ګل په ورځ ?? روز وېلټ هوټل چارو پحقله د شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وزيراعظم هاٶس كښې غونډه وشوه۔ د هوابازۍ ډويژن سېكتر غونډه كښې د هوټل په مالياتي حالت او سرمايه كارۍ كښې د ګټې په كمېدونكې شرح تفصيلي بر??فنګ وركړو۔ وزیراعظم و??ئيل حکومت د ریاست ملکیت روز وېلټ هوټل يو مهمه تاريخي وداني ګڼي او د خرڅولو ئې (ډئيوسټمنټ) آپشن نشته۔ وزيراعظم و??ئيل د يو بېش قيمته پراپرټۍ سره دا هوټل پاكستان لپاره د كلتوري اهميت لري۔ وزیراعظم د اېوي اېشن ډويژن چارواكو ته امر وكړو چې ھ??وي دې متبادل يا د نورې پرمختيائي منصوبې د لارې ?? روز اېلټ هوټل آمدن ښه كولو لپاره كاروباري پلان وړاندې كړي۔ غونډه كښې د وزيراعظم د هوابازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خان او نور سينئر چارواكي هم موجود وو۔