کراچی ۔ 18 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ??منون حسېن وئيلي دي كوئټه كښې ترهګ??ي هېواد كښې د مذهبي همغږۍ د مېنځه وړلو سازش دے كوم به چې د قام يو موټې كېدو سره ناكامه كړې شي۔ قام د ترهګرۍ ځپليو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د يو والي ثبوت وركړې۔ ده دا خبره د ګل په ورځ كراچۍ كښې بقائي ميډيكل پوهنتون كښې كانووكېشن ته خطاب كښې وكړه۔ كانووكېشن ته د بقائي پوهنتون چيئرمېن زاهده بقائي هم خطاب وك??و۔ اولس مشر ??وئيل د تېرو څو لسيزو څخه روان سياسي عدم استحكام او سيمه كښې د ترهګرۍ په سوب ټو?? هېواد او په توګه بلوچستان او كراچۍ بېلو مسئلو سره مخ پاتې شوې۔ ده ووئېل د هېواد پرمختګ او د اولس سوكالۍ له ضروري ده چې سياسي مشرتابه او نورې قامي ادارې په مسئلو قابو موندلو له خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر ??وئيل كوئټه كښې په چرچ په ترسره شوي بريد ټو?? هېواد خفه دے۔ دښمن مكارۍ سره داسې وخت ټاكلې چې كله مسيحي ورورولي د عيسی علېه السلام د زېږېدنې ورځ لمانځلو كښې مشغول وه۔ اولس مشر ??وئيل ټو?? قام له به يو موټې كېدو سره د ترهګرو مقابله كول وي۔ اولس مشر ??وئيل د ګران هېواد استحكام لپاره دې زلمي په قامي او نړيوالو چارو ژور نظر وساتي۔ ده ووئيل ميډيكل يوه څانګه نه بلكې د انسانيت د خذمت يو لويه ذريعه ده۔ اولس مشر ??وئيل د ماديت زياتېدونكو اثراتو د طب په څانګه هم اغېز كړې چې سوب ئې د انسان زياتېدونكي حاجتونه او مصاريف كښې زياتوالې دې۔ اولس مشر ??ه دې مهال وړاندېز وركړو چې په هر يو ميډيكل پوهنتون كښې دې د نرسنګ څانګه ه?? جوړه كړې شي۔ اولس مشر ??وئيل د پوهنتونونو يوه ذمه واري دا هم ده چې هغه د تشخيص او درملنو په څانګو كښې څېړنې ته وده وركولو سره د ځائي چاپېرچل ترمخه ددې پوهان پېدا كړي۔ اولس مشر ??وئيل زه غواړم چې زمونږ د طبي تعليم او څېړنې ادارې دې درملنو كښې آساني او سادګي پېدا كولو پلو پام وكړي۔ دغسې چې كم آمدن لرونكې طبقې د پېچلې مرضونو درملنې آسانۍ سره وكړې شي۔ اولس مشر ??وئيل په لړ كښې د نړۍ په نورو برخو كښې شوې څېړنې د ځائي چاپېرچل ترمخه كولو سره دا مقصد ترلاسه كېدې شي۔ اولس مشر ??وئيل د سي پېك او يوه سيمه يوه لار په ډول د لويو منصوبو بشپړ كېدو څخه وروستو په پاكستاني زلمو لويه ذمه واري راځي چې هغوي ددې غوره موقعو څخه ګټه پورته كولو سره د هېواد خذمت وكړې شي۔ د دستورې په پايه كښې ممنون حسېن فارغ شويو طالبعلمانو ته سندونه وركړل۔