کو ئټه 28 دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفا??ی وزیر احسن اقبال د بلوچستان وکيلانو پیشه وره استعدادکار زياتولو له د يو ارب روپو 5 كلن اسکالرشپ اسکیم اعلانولو سره ص??به كښې د قانون معیاری تعلیم ودې له د وفاقی حکومت د اړخه د هر ډول مرستې باور وركړې دې ۔ د زيارت پھ ورځ د كوئټې وزیراعلیٰ سیکټريټ كښې منیر احمد کاکړ ایډوکیټ پھ مشرۍ كښې د بلوچستان هائیکورټ بارایسوسی ایشن، د بلوچستان بار کونسل او کوئټې بار ایسوسی ایشن نمائندہ پلاوي سره خبرو اترو كښې وفا??ی وزیر احسن اقبال ووئيل د ت??هه ګرۍ پېښه كښې د بلوچستان د سینئر وکيلانو شهادت يو لوئې زيان دے د ك??مې ازاله چ?? ممكنه نه ده خو بيا هم وفاقی حکومت د ځوانانو وکيلانو پیشه وره استعداد کار زياتولو له به هر ډول مرسته كوي، ده ووئېل دې مقصد له يو ارب روپو 5 كلن اسکالرشپ پروګرام پيل شوې چې پكښې به 100 اسکالرشپونه وركولې شي، احسن اقبال ووئيل د پاکستان جمهوری او آئینی تاریخ كښې د وكيلانو لوئ کردار دے او مونږ هڅه كوو چې د وکيلانو پیشه وره ص??احیتومو او د كار استعداد زياتولو له ټول وسائل وكارولې شي ، په دې مهال وفا??ی وزیر د سی پیك او وفاقی حکومت د اړخه بلوچستان كښې پھ روانو پرمختيائي پروژو تفصیلی رڼا واچوله ۔ د بلوچستان وکيلانو په اسکالرشپ او د وکيلانو ښېګړې له په اقداماتو د وفا??ی وزیر مننه وكړه۔