اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د پاكستان سمندري ځواك م??ر اېډمرل ظفر محمود عباسي په بحري كښې د اقتصادي هلو ځلو پېل كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دې د شريكې مرستې د لارې سمندري معيشت مستحكمولو سره د هېواد مجموعي قامي پېداوار يو په درې زياتېدې شي د هېواد د سمندري څانګې بهترۍ لپاره به مونږ له په ګډ?? كار كول وي او د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره به په ګډ?? هڅې كول وي۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي دا خبرې د شورو په ورځ د كراچۍ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري دورې په مهال وكړې۔ د دورې مقصد د ځائي سوداګرې ور??رولۍ او د بحري ترمېنځه همغږي پېدا كول وٶ دغسې چې د هېواد معيشت وده وكړي۔ د کراچۍ چېمبر آف كامرس ته په رسېدو د چمېبر صدر مفسر عطا ملك د ظفر محمود عباسي تود هركلے وكړو۔ په د?? موقع صدر ووئيل دا وړومبن?? موقع ده چې د نېوي يو م مشر د كراچۍ چېمبر دوره كوي۔ په د?? موقع د نېول سټاف دوهم چيف د چېمبر غړو ته د بحري څانګې د لارې د هېواد معيشت له د ودې ور??ولو پحقله د پاك بحريه په كردار او امكاناتو بريفنګ ور??ړو۔ نېول چيف د پاكستان مېري ټائم سېكيورټي اېجنسۍ د مركزي دفتر هم دوره وكړه۔ مركزي دفتر ته په تګ يو?? چټك ډلې نېول چيف ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي ته په د?? موقع د پاكستان مېري ټائم سېكيورټي اېجنسۍ په كردار او د سباٶن د منصوبو پحقله بريفنګ ور??ړې شو۔ د پاكستان مېري ټائم سېكيورټي اېجنسۍ ډائرېكټر جنرال ريئر اېډمرل ذکا الرحمان هم په د?? موقع موجود ٶ۔