اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د وزیر اعظم د محصولاتو په اړه خاص مرستيال او وفاقی وزیر هارون اختر خان وئيلي دي حکومت به د تھر سكرو څخه د برېښنا پیدا کولو پروژې په وخت بشپړول باورې كوي دغسې چې د ارزانه برېښنا باورې كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د تھر کول پاور پراجیکټس کښې د شریكو کمپ??یو يو پلاوي سره خپلو خبرو كښې اېف بی آر هاؤس كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ ده ووئيل د تھر سكرو څخه جوړيدونكې برېښنا سره به د هېواد معیشت ته ګټه ورسي او دې نه ځانله د تھر څخه ترلاسه كيدونكې سكاره به د هېواد په نورو برخو كښې د برېښنا جوړيدونكو کارخانو كښې هم كارو??ې شي چې مرسره به قیمتی زرمبادله ترلاسه شي۔ ده ووئيل پاکستان كښې د توان د تجدید وړ ذريعې محدود دي چې له امله ئې د برېښنا بحران پیدا شوې خو سباؤن كښې به د هېواد معیشت كښې د توان زيات استعمال ترمخه د سكرو څخه د برېښنا پيدا كولو اهميت او حاجت نور هم زيات شي۔ په دې موقع هغه د تھر کول پاور پراجیکټس د کار رفتار څخه خبر كړې شو ۔ په دې مهال وئيلي شول د پ??وژې وړومبني پړاؤ به د خپل وخت څخه وړاندې بشپړ شي او د پ??وژې بشپريدو نه پس به د راروانو 50 كلونو ل??اره د هېواد د حاجت 5 فی??ده برخه دې پروژې څخه تر سره كو??ې شي۔