اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) د پاكستان درې واړو وسله والو ځواكونو د پاكستان 78 مې ورځې په موقع د دفاعي صلاحيت په زړه پورې څرګندونه كولو سره پرېډ وكړو په كوم كښې چې په اولني ځل د عرب امارات (یو اے ای ) ډلې ٬ د اردن ملټري بېنډ ٬ پېرا شوټرز ا?? د ??ركيه هوائي ځواك ډلې د خپل خپل هېواد نمائندګي وكړه كومه چې دې هېوادونو سره د ژورې ملګرتيا ښكاره ثبوت دے۔ د پرېډ اعزازی مشر اعزازي مېلما د سري لنكا اولس مشر متھری پالا سری سینا او د مصر مفتی اعظم په خاص توګه ګډون وكړو۔ ایئر چیف مارشل مجاھد انور فلائی پاسټ وكړو او
د اېس اېس جی کمانډنګ آفیسر مېجر جنرل طا??ر مسعود بھټه د فری فال جمپنګ مشري وكړه۔ ٬ د
پاک فضائیه جے اېف 17تھنډر٬ اېف 16 او شېر دل فارمېشن په افق ښكلې رنګونه خپرولو سره د خوندور فضائي كرتب څرګندونه وكړه۔ د جمعې په ورځ د 78 مې پاكستاني ورځې په موقع د وفاقی پلازمينې په پرېډ ګراؤنډ كښې په زړه پورې پرېډ دستوره وشوه۔ اولس مشر دې دستوره كښې خاص مېلمه ا?? د ??ر لنكا اولس مشر متھری پالا سری سینا اعزازی مېلمه وو۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمیټۍ چیئرمېن جنرال زبېر محمود حیات ، د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ،پاک هوائي ځواك مشر ایئر چیف مارشل مجاهد انور ، د پاک س??ندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی ، د دفاع وزیر انجینئر خرم دستګیر خان ، پارلماني غړو ‘غیر ملکی استازو ‘ سفیرانو ‘هائی کمشنرانو ٬ د ابلاغ نمائندګانو او د پاكستان فنكارانو سره سره عامو وګړو لوئې شمېر كښې دستوره كښې ګډون وكړو۔ اولس مشر ممنون حسېن ته دستورې ته په راتګ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی، د سری لنکا اولس مشر متھری پالا سری سینا او د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ هركلې ووې۔ دې څخه وروستو قامي سرود وغږولې شو۔ اولس مشر پرېډ كمانډر بریګیډیئر عامر امین سره پرېډ كښې شامل د پنجاب رجمنټ ‘فرنټیئر رجمنټ ‘نادرن لائټ انفینټری ‘پاک بحریه ‘پاک فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ‘پاکستان رېنجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائری سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز خاص ګروپ ډلو معائنه وكړه۔ دې څخه وروستو د پاک فضائیه او پاک بحریه الوتكو فلائي پاسټ وشو۔ د فضائی مارچ پاسټ مشري ایئر چیف مارشل مجاهد انور وكړه۔ د پاک فضائیې او بحریې الوتك?? د ??لامۍ سټېج مخې ته تېرېدو سره اولس مشر ته سلامي وركړه۔ پرېډ كښې پنجاب رجمنټ ‘فرنټیئر رجمنټ ‘نادرن لائټ انفینټری ‘پاک بحریه ‘پاک فضائیه ‘مجاهد فورس ‘فرنټیئر کور خیبر پختونخواہ ‘پاکستان رېنجرز ‘ پاکستان پولیس ‘ټرائر ی سروسز لیډیز ‘ آرمډ فورسز لیډز آفیسرز ‘ بوائز سکاؤټس ‘ ګرلز ګائیډ او د ټرائی سروسز سپیشل ګروپ ډل?? د ??وره پرېډه مظاهره وكړه۔ دستوره كښې د پاكستان د نوي نصر ميزائل سسټم٬ بابر کروز میزائل سسټم، شاهین I، شاهین II،شاهین IIIمیزائل سسټم، بې پائيلوټه الوتكې شهپر او براق په شمول د دفاعي سامان هم مظاهره وكړې شوه۔ د پرېډ د دستورې يوه ښكلې مظاهره د پاكستان آرمي سپېشل سروسز ګروپ او د پاک بحریه او پاك فضائي کمانډوز د 10 زره فټ بره څخه د فری فال مظاهرہ وه۔ د درې واړو وسله والو ځواكونو پېرا شوټرز د مېجر جنرال طا??ر مسعود بھټه په مشرۍ كښې يو بل پسې د سلامۍ ځائې مخې ته راكوز شول۔ اولس مشر يو په يو دوئي سره جوړ تازه وكړل۔ د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان په شمول د څلورو واړو صوبو ا?? د ??ائنس او ټېكنالوجي وزارت خصوصي فلوټس هم اولس مشر ته سلامي وړاندې كړه۔ د پاک س??ندري ځواك هوور کرافټ او د پاکستان رېنجرز پنجاب په اوښانو ناست ډلو هم اولس مشر ته سلامي وړاندې كړه۔ د دستورې په پايه كښې كوچنياني قامي نغمې وړاندې كړې