اسلام آباد 29 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د بي آ??ي اېس پي ??نډومنټ فنډ لپاره د يو ارب روپو اعلان كولو سره وئيلي دي د بے نظير انكم سپورټ پروګرام بجټ مونږ 50 فيصده زيات كړې٬ راتلونكې بجټ كښې به دا لا زياتوٶ٬ دا بې وزله اولس لپاره د سماجي تحفظ يو مهم پروګرام دے ٬ هيله لرو چې نوې حكومت به هم دا پروګرام روان وساتي ۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د بي آ??ي اېس پي په مركزي دفتر ك??ې د د بے نظير انكم سپورټ پروګرام (بي آ??ي اېس پي) ګرېجوېشن پروګرام او بي آ??ي اېس پي ??نډومنټ فنډ اجراء په موقع وكړې۔ د دې نه وړاندې د پروګرامونو د تختۍ مخ كتنه وشوه۔ په دې موقع د بې نظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن ٬ پاكستان ك??ې د اروپا??ي ائتلاف سفير٬ د اېن آر اېس پي مشر شعېب سلطان خان او د بي آ??ي اېس پي ??ېكتر عمر حميد خان هم وېنا وكړه۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ به د بي آ??ي اېس پي ?? پروګرام دائره پراخه كوٶ كومه چې د مستحقو كسانو مرستې لپاره هر وخت چمتو دے۔ وزیراعظم ووئيل د وفاقي حكومت چې څومره خرڅونه دې د ھغې درېمه برخه بې نظير انكم سپورټ پروګرام ته وركولې شي٬ مونږ به دا لا زياتوٶ٬ ده ووئېل دا د ټولنې د بې وزله او وروستو خلقو د غربت خاتمې لپاره د سماجي تحفظ مهمه برخه ده ۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ ګرېجوېشن پروګرام له مخې د ټولنې زيات مستحق كسان ترې مستفيد شوې او دوي ته په خپلو پښو اودرېدو لپاره په يو ځائې نغدې روپې وركرې شوې دغسې چې ھغوي خپل كاروبار پېل كړې شي كوم چې د غربت خاتمي له كليدي كردار لري۔ وزيراعظم د پروګرام ستائنه كولو سره ووئيل په هر ډول سماجي تحفظ پروګرام ټولنه كښې كليدي اهميت لري۔ وزيراعظم هيله ولرله چې دې پروګرام مستفيد كېدونكې كسان به د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ولوبوي۔ وزیراعظم ووئيل زه په دې خبره باور لرم چې دې پروګرام لپاره بېل كړې بجټ لا زياتول پكار دي دغسې چې راتلونكو پ??ځو كالو ك??ې د غربت خاتمې لپاره كېدونكې هلې ځلې لا موثره شي۔ وزیراعظم د پروګرام په كاميابۍ ك??ې د مالي معاونت كوٶنكو نړيوالو ډونرز هم مننه وكړه۔ ده ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام كاميابۍ لپاره د ماروي مېمن هڅې هم د ستائنې دي٬ هيله لرو چې ماروي مېمن به ګرېجوېشن پروګرام كاميابۍ لپاره په راتلونكو دوو مياشتو ك??ې د زړه د اخلاصه كار وكړي ۔ دستوره ك??ې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو٬ د پارلمان غړو پ?? ګډون كولو وزيراعظم د هغوي مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د بے نظير انكم سپورټ پروګرام اېجوكېشن انډومنټ فنډ څخه مستفيد كوٶنكې مېرمنې به ټولنه كښې مهم كردار ترسره كړي۔