كراچې 31 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د اقتصادي لارې ثمرات يوازې د موثر ټيم ورك د لارې ترلاسه كېدے شي٬ په نزدې سباؤن كښې به د اقتصادي لارې مكمل فعاليت سره د بيمه انډسټري اهميت زيات شي او په نوعيت كښې به ئې لوي بدلونونه رامېنځ ته شي٬ د بيمې صنعت يوازې يو كاروبار نه بلكې د قومي خدمت د يوې ګټورې ادارې حيثي?? لري۔ اولس مشر دا خبرې د خالي په ورځ د انشورنس وفاقي محتسب ترسيوري لاندې د پاكستان او چين اقتصادي لار او بيمه انډسټري په تناظر كښې سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د سندھ ګورنر محمد زبېر هم موج??د وو۔ د ټېكس وفاقي محتسب رئيس الدين پراچه په دې موقع د خپلې ادارې د كاركردګې په اړه ګډون كوونكي خبر كړل۔ اولس مشر ووئيل چې د تېرو څو لسيزو په مهال د ??ېو??د تجارتي څانګه تر كافي حد منظم شوې او په دې كښې نوې والې راغلې۔ د تجارت انتظام پشمول په نورو وظ??فه څانګو كښې تعليم ترلاسه كولو سره راتلونكو ځوانانو ډېر نوي رجحانات په دې څانګه كښې معرفي كړي دي خو لا هم ډېر كار پاتې دے۔ اولس مشر ووئيل چې د اقتصادي لارې ثمرات يوازې د موثر ټيم ورك د لارې ترلاسه كېدے شي٬ په نزدې سباؤن كښې به د اقتصادي لارې مكمل فعاليت سره د بيمه انډسټري اهميت زيات شي او په نوعيت كښې به ئې لوي بدلونونه رامېنځ ته شي٬ د بيمې صنعت يوازې يو كاروبار نه بلكې د قومي خدمت د يوې ګټورې ادارې حيثي?? لري۔