اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټول ټاكنو 2018 ء كښې د برخه اخستونكو كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذ??نو جمع كولو نن (ګل) آخري ورځ ده۔ د نامزدګۍ كاغذ??نو جمع كولو لړۍ كښې تندي رامخې ته شوې۔ الېكشن كمېشن د نامزدګۍ كاغذ??نو جمع كولو نېټھ تر 11 جون پراخا كړې وه۔ ولې بياهم پولنګ به په 25 جولائي كېږي۔ د اتوار په ورځ هېواد كښې د عمومي رخصتۍ باوجود د ريټرننګ افسرانو دفترونه پرانستلې وو۔ كانديدانو دغلته د خپلو پلاويانو په ملګرتيا كښې د نامزدګۍ كاغذونه جمع كول۔ د شېډول ترمخه په 11 جون به د كانديدانو عبوري فهرست جاري كړی شي۔ دې څخه وروستو به تر 19 جون ددې كاغذ??نو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذ??نو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړو په ضد به اپيلونه تر 22 جون جمع كولې شي۔ تر 27 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيل??نو كار ترسره كولې شي۔ په 28 جون به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي۔ تر 29 جون به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نښې په 30 جون الاټ كولې شي۔