لاهور۔19 اګست(اے پی پی) د پنجاب اسمبلۍ غونډه كښې حكومتي او دمخالفې ډلو غړو په يوه خله د توهين رسالت د غندنې قر??رداد په يوه خله منظور كړو۔ د غندنې دا قر??رداد حكومتي غړي عمارياسر ?? مياں شفیع محمد او د مخالفې ډلې غړې كنول پروېز وړاندې كړو۔ قر??رداد كښې ووئيلې شو چې د دې ايوان رائې دا ده چې د حضرت محمد (ص) په حرمت او ناموس مونږ ټول مسلمانان هر وخت ځان قر??انولو ته تيار يو۔ لوئې څښتن هغه د دواړو جهانونو لپاره رحمت جوړ كړې رالېږلې۔ د عقيده ختم نبوت او ناموس رسالت حفاظت زمونږ مسلمانانو ذمه واري ده۔ د كفر نړۍ اسلام او مسلمانانو څخه ويرېږي ځكه د رسول كريم (ص) په شان كښې ګ??تاخي كولې شي۔ څو ورځې وړاندې د هالېنډ م??عون سياستمدار ګیرټوائلډرز د شېطاني منصوبې ترمخه د نبي كريم (ص) په ضد د ګستاخۍ موادو نندارتون اعلان كړی۔ دې ناوړه حركت سره د مسلمان زړه ازار شوې۔ دا حركت يو نړيوال سازش دے۔ د پاكستاني اولس ترجماني كولو سره د صوبائي اسمبلۍ دا ايوان د هالېنډ م??عون ګیرټ وائلډرز او هالېنډ حكومت په سختو ټكو كښې غندنه كوي او وفاقي حكومت څخه غوښتنه كوي چې ټولو اسلامي هېوادونو سره تماس ونيسي او په ګډه هالېنډ سره سفارتي اړيكې ختمې كړي او د هالېنډ حكومت مجبور كړي چې هغه د دغه ملعون په ضد د نړيوال امن دمنځھ وړلو كېس جوړولو سره سزا وركړي۔