اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ټول هېواد شين او ښېرازه كولو د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي چې د راتلون??و 5 كلونو په مهال به 10 اربه ونې كرلې شي٬ د ګرېن پاكستان كمپائن بر??ه جوړېدو سره راتلونكې نسل د ماحولياتي الودګۍ څخه بچ كېدے شي٬ِ زمونږ ګليشيئر وېلې كېږي٬ كه ونې ونه كرل شي نو په راتلونكو كلونو كښې به زمونږ هېواد په رېګستان ??دل شي٬ د ونو كر او صفائي به د سكولونو په نصاب كښې شاملولې شي٬ د ونو كرلو مقصد د ګلوبل و??رم??ګ مقابله كول دي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په هري پور ضلع كښې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه د پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ وزيراعظم ووئيل چې د ونو كرلو د كمپائن مقصد د ګلوبل و??رم??ګ مقابله كول دي۔ ده ووئيل چې په ټول هېواد كښې د راتلون??و 5 كلونو په مهال د لس اربه ونو كرلو هدف ټاكل شوے۔ زمونږ مقصد ټول پاكستان شين وا ښېرازه كول او په ماحولياتي الودګۍ قابو موندل دي۔ ونې د اكسيجن وركولو لويه ذريعه ده۔ ده ووئيل چې ماشومانو ته به د ونې كرلو او صفائې په اره تربيه وركولې شي۔ ده ووئيل چې د ګلوبل و??رم??ګ او ماحولياتي الودګۍ په اړه زمونږ هېواد په اووم نمبر دے۔ ده ووئيل چې چرته هم خالي زمكه وي٬ هلته به ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې مونږ په ابتدائي توګه په ټول هېواد كښې په دوه سوه سيمو كښې دا كمپائن پېل كړے دے۔ ده ووئيل چې مونږ د پاكستان شين كولو اراده كړې۔ دا د كوم يو تن مسئله نه ده بلكې د ټول قوم مقصد دے۔ ده ووئيل چې په ښارونو كښې به په لويه پېمانه ونې كرلې شي۔ ده ووئيل چې ځنګلات تباه شوي دي۔ د دې څخه وړاندې ده د پلانټ فار پاكستان كمپائن له مخې ونه كرلو سره د 10 بلين ټري سونامي په رسمي توګه پرانسته وكړه۔ د يادونې وړ ده چې د اتوار په ورځ به د هېواد په لويو ښارونو كښې 15 لكه بوټي كرلې شي۔ سركاري محكمې٬ ملټري فورسز٬ اېن جي اوز ٬ زده كوونكي او وګړي په لويه شمېره د پلانټ فار پاكستان په كمپائن كښې بر??ه اخلي۔