بيجنګ 08 ستمبر (اے پي پي)د چين خارج?? وزير وانګ ??ي وئېلي دي چې د پاكستان٬ چين او افغانستان خارج?? وزيرانو اولنۍ غونډه به د روان كال په پايه كښې كېږي۔د جمعې پھ ورځ خارج?? وزير خواجه محمد آصف سره خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې د چين خارج?? وزير ووئيل د روان كال اختتام څخه وړاندې به د پاكستان چين افغانستان خارج?? وزيرانو ترمينځه په چين كښې اولنې ملاقات كېږي۔ ده ووئيل مونږ د درې ترجيحي څانګو ټاكنه كړې په كومو كښې چې ستراتېژېك كميونيكېشن٬سېكورټي٬ډائيلاګ او عملي مرسته شامل ده۔ وانګ ??ي ووئيل زمونږ هېواد به د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ملاتړ روان ساتي۔ افغانستان كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټھ دې٬مونږ پاكستان او افغانستان سره غوره اړيكې غواړو۔په دې مهال خواجه آصف ووئيل چې د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكې مثالي دي او پاكستان د خپلې سيمه ايزې سلامتيا لپاره د چين ملاتړ ته د قدر په نظر ګوري۔ده ووئيل د افغانستان ستونزه كوم عسكري حل نه لري۔د افغان مسئلې پوځي ??ل ممكن نه دې بلكې دا مسئله په بنيادي توګه په سياسي ډول حل كېدې شي