اسلام آباد 08 مارچ (اے پي پي) وړومبنۍ مېرمن بېګم محموده م??نون حسېن وئېلي ??ي د پاكستان په تحريك كښې د مادر ملت فاطمه جناح٬بېګم رعنا لياقت علي ??ان٬بېګم وقار النسا كردار څوك هېرولې شي٬ملاله يوسف زئي٬ارفع كريم٬ثمينه بېګ٬شرمين عبيد چينائي٬حديقه شبير٬انوشه رحمان او د شازيه پروين د كارنامو په نتيجه كښې په ټوله نړۍ كښې د پاكستان مثبت تاثر راپېدا شوې٬د مېرمنو د نړيوالې ورځې لمانځلو مقصد د هېواد د نيمې نه د زياتې آبادۍ د مېرمنو د حقونو او وقار تحفظ كولو سره هغوي بااختياره كول دي چې دغسې دوي په قامي ژوند كښې موثره م??ام ترلاسه كړي او په دې نيك كار كښې شركت زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬وړومبۍ مېرمن دا خبرې د هلال احمر ويمن فورم تر سيوري لاندې د مېرمنو نړيوالې ورځې په م??قع جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په م??ال وكړې۔په دستوره كښې په لويه شمېره مېرمنو ګډون وكړو۔بېګم محموده م??نون حسېن ووئيل اوسني حكومت د مېرمنو د حقونو تحفظ او دوي له ښه چاپیرچل لپاره ??ېر اقدامات كړي چې پكښې په پارلمان كښې د مېرمنو نمائندګي٬په سركاري ملازمتونو كښې د هغوي كوټه او د كار په ځاې د زورولو په ضد قانون سازي شامله ده او په ټوله نړۍ كښې دا ستائېلې شوې۔هغې ووئيل ښځې ته اسلام هغه حقونه او احترام وركړې چې په تاريخ كښې يې مثال نشته٬په اسلام كښې نه په ښځه او سړي كښې فرق شوې او نه دوي ته د يو بل مقابل او د حريف حېثيت وركړې شوې بلكې د دې په ضد يې سړې او ښځه د يو ګاډي دوه پائې ګرځولي ??ي