ویسټرن فل??ټ کمانډر د دواړو هېوادونو سمندري ځواكونو ترمينځھ نزدې او مضبوطې اړيكې وستائلې
اسلام آباد ۔17 مارچ (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د سعودي عربس??ان دورې په آخري پړاؤ كښې وېسټرن فل??ټ كمانډر سره وليدل او ده سره ئې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه د ملاقات په مهال د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ویسټرن فل??ټ کمانډر د پاكس??ان او سعودي عربس??ان سمندري ځواكونو ترمينځھ نزدې او مضبوطې اړيكې وستائلې۔ د پاك سمندري ځواك وياند ووئيل د پاك سمندري ځواك مشر د وېسټرن فل??ټ کمانډ اېنډ کنټرول سنټر، رائل سعودی نېول اسکول او رائل سعودی نېول فورسز ایوی اېشن سېټ اپ دورہ وكړه۔ اېډمرل ظفر محمود عباسی د رائل سعودی نېول فورسز جهازاېچ ??ېم اېس مکه دوره هم وكړه۔ ده د جهاز عملې سره خبرې وكړې او ددوئي د آپرېشنل صلاحیتونو ستائنه ئې وكړه۔ د وياند ترمخه د سمندري ځواك مشر دا دوره به ??دواړو هېوادونو په خاص توګه د دواړو هېوادونو د سنمدري ځواكونو ترمينځھ روانه همكارۍ كښې د لا پراخ??يا او استحكام سوب وګرځي۔