اسلام آباد 02 اپریل (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی وئيلي دي اوس وخت راغلې چې نړۍ د لويو عسكري او اولسي قربانیو سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاکستان د کردار اعتراف وكړي، پاکستان په خپلو وسائلو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي، د ترهه ګرۍ له امله زمونږ معشیت ځپلې شوې ۔ وزیراعظم دا خبره د ګل په ورځ وزیراعظم آفس كښې د لندن بزنس سکول زدكوونكو پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔وزیراعظم ووئيل هېواد ك??ې د امن لپاره حکومت پھ زړه پورې هڅې كړي چې پھ نتيجه كښې ئې هېواد ك??ې امن راغلې۔ د?? ووئيل 6 كاله پس د نوبل انعام ترلاسه كونكي ملاله یوسفزئی هېواد ته راستنيدل د دې خبرې ثبوت دے چې نن په هېواد ك??ې امن بحال شوې۔وزیراعظم پلاوي كښې شاملو زدكونكو سره په زړه پورې ډول د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیرصدیقی هم موجود ؤ۔ وزیراعظم پلاوي ته د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ لپاره د حکومتی اقداماتو ذکرکولو سر?? ووئيل د توان بحران ??تم??لو له حکومت د برېښنا پیداواری پلانټ جوړ كړې، دغسې د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ ترمخه ټول هېواد ك??ې 1700کلومیټره اوږد موټرویز جوړ??ږي?? وزیراعظم ووئيل د سی پیك ترمخه به د توان پروژو سره صارفینونو ته اسانۍ ترلاسه شي۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد په بيلو څانګو كښې پیشرفت شوې ، جمهوریت قوي كېږي او دغسې اقتصادی حالات هم وخت په وخت ښه ك??ږي??وزیراعظم ووئيل پاکستان يو امناكه هېواد دے، ، پاکستان تل د خبرو اترو او سيمه كښې امن له په زړه پورې هڅې كړي۔ وزیراعظم پلاوي كښې شاملو زدكوونكو ت?? ووئيل د هېواد د بيلو برخو دوره وكړي دغسې چې پخپله مشاهدہ وكړي چې هېواد ك??ې امن او استحکام راغلې۔ دې څخه وړاندې د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی پلاوې د حکومت انتظامی ساخت او تګلارې په اړه بريف كړو۔