اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د وزي??اع??م د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خان وئېلي دي ايئر لائنز او اړوندې ادارې دې د اسلام آباد په نوې هوائي اډه د كارګو هينډ لينګ او نور سروسز منتقل كول او د تنصيب عمل ګړندې كړي٬ضلعي انتظاميه دې تر هوائي اډه رسنې لپاره ټرانسپورټ روټس او ايئر لائنز خپلوملازمانو له نوې هوائي اډې ته رسنې لپاره هر ډول ممكنه آسانې وركړي٬د اپرېل په 20مه نېټھ به په نوې نړ??وا??ه هوائي اډه د پروازونو تګ راتګ پیل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په بېنظيرنړ??وا??ه هوائي اډه د اسلام آباد د نوې هوائي اډې د آپرېشنل تيارۍ په اړه د جاج اخستنې غونډې ته د وېنا په مهال وكړی۔په غونډه كښې د ايوي اېشن سېكتر عرفان الهي ٬ د پي آئي اے چيف ايګزېكټيو آفيسر مشرف رسول سيام٬د پي آئي اے٬ايئر بلو٬سيرين ايئر لائن چارواكو هم ګډون وكړو۔غونډې ته د پي آئي اے سي اي او تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته وئيلې شوو چې په بېنظيرنړ??وا??ه هوائي اډه به فلائيټ آپرېشن د اپرېل په 19مه نېټھ د شپې په 11 بجې 45 دقيقي بند شي او د دې نه 3 ساعته پس به د آپرېل په 20مه نېټھ سهار 3 ب??ې د اسلام آباد په نوې نړ??وا??ه هوائي اډه پروازونه پیل شي۔ د وزي??اع??م صلاحكار سول ايوي اېشن اتهارټۍ ته هدايت وكړو چې پھ نوې هوائي اډه د پروازونو پیل كېدو نه وړاندې په قامي ورځپاڼو كښې د نوې هوائي اډې د روټس او رسنې په اړه اشتهارات جاري كړئ او په وېب پاڼه هم م??لو??ات وركړئ